سياست پوه جان ميرشيمر: امريکا بايد د روسيې او اوکراين د شخړې عمده مسئوليت پر غاړه واخلي
CMG2022/03/09 17:26:43
شريکول:

د امريکا ((نيوياکر)) اوونيزې مجلې ليکوال ايساک چوټينير د مارچ په لومړۍ نېټې د دغې مجلې پر ويبپاڼې يوه مقاله خپره کړې، چې عنوان يې دې (( جان ميرشېمر ولې د اوکراين د بحران له امله د امريکا غندنه کوي؟ )).

سياست پوه جان ميرشېمر د سړې جګړې له پای ته رسېدو راهيسې د امريکا د بهرنيو تګلارو له مشهورو منتقدينو څخه شمېرل کيږي. نوموړي له تېرو زياتو کلونو راهيسې پر دې نظر ټينګار کړی، چې د ختيځ پر لوري د ناټو د پراختيا او له اوکراين سره د تش په نوم دوستانه اړيکو د ټينګولو لپاره د امريکا کړنو د لويو اټومي هېوادونو ترمنځ د جګړې د پېښېدو امکان زيات کړی دی.

ميرسحېمر په دغه مقاله کې راغلي د اوکراين بحران سرچينه د ۲۰۰۸م کال په اپريل کې د رومانيا په بوچاريست کې د ناټو سرمشريزه بللې او ويلي يې دي، کله چې ناټو د دغې سرمشريزې د اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې اوکراين او ګروجستان به په ناټو کې شامل شي. روسيې د ناټو دغه پريکړه د ژوند او مرګ ګواښ وباله او خپله سره کرښه يې ورته او باسله. ميرشېمر پر دې ټينګار کړی، چې د پوتین د غوسې مسؤلیت د امریکا په غاړه دی.