شي جين پينګ له ایمانويل مکرون او ولف شولز سره انلاین غونډه وکړه
CMG2022/03/09 15:17:39
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۸مې نېټې په ماسپښين له بېجینګ څخه په انلاین ډول د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون او د جرمني له لومړي وزير ولف شولز سره غونډه ترسره کړه. 

مکرون او شولز په جلا جلا توګه د اوکراین د اوسني وضعیت په اړه خپل نظرونه او دريځونه څرګند کړل او و يې ویل، چې اروپا له دوهمې نړیوالې جګړې راهيسې تر ټولو سخت بحران سره مخ شوې ده. فرانسه او جرمنی له دې څخه ملاتړ کوي چې د خبرو اترو له لارې د اوکراین اوسنۍ مسئله حل شي، دوی غواړي چې له چین سره اړوندې همغږۍ او تبادلې پياوړې کړي او د وضعیت د لا ترینګلتیا او د بشري بحران د لا سختېدو مخه ونيسي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې د اوکراین وضعیت ډېر د انديښنې وړ دی او د هر یو هېواد حاکمیت او د خاورو بشپړتیا ته باید درناوی وشي، د ملګرو ملتونو منشور د موخې او اصولو دې مراعات او د امنیت ساتنې په برخه کې د هر یو هېواد توجه دې تر پاملرنې لاندې ونیول شي او د اوکراین اوسني بحران د سوله ييز حل لپاره دې له ټولو کوښښونو څخه ملاتړ وشي. اوسنی بېړنۍ کار دا دی چې د وضعیت د لا ترینګلتیا مخه ونیول شي. چین غواړي له فرانسې او جرمني سره اغېزمنه همغږي او نظر تبادلې وساتي او له نړیوالې ټولنې سره فعال رول ولوبوي.