امريکا د اوکراين مسئلې په هکله د چين په اړه جعلي معلومات خپاره کړي
CMG2022/03/10 10:52:05
شريکول:

 

امريکا د اوکراين مسئلې په تړاو د چين په اړه پروپاکنډ، جعلي او بې ځايه معلومات خپاره کړي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مارچ په ۹مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې په اشارې وويل، چې امريکا د اوکراين مسئلې په تړاو د چين په وړاندې پر له پسې جعلي او بې ځايه مالومات خپروي او دغه شرمنده کړنې يې له چين سره د تضاد پاراولو، مقابلوي لمسون او د بدو موخو ښکارندويي کوي.

نيويارک ټايمز په دې وروستيو ورځو کې د امريکا د ملي امنيت شورا په لمسون دوه راپورونه خپاره کړي او ويلي يې دي، چې چين پر اوکراين د روسیې د نظامي بريدونو په تړاو معلومات درلودل، خو چين د امريکې ياد پروپاګند په کلکو ټکو غندلي او رد کړي يې دي.