د چين د ولسي سياسي مشورتې کنفرانس د
۱۳مې ملي کميټې ۵مه غونډه د مارچ په ۱۰مه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېده.
د دې
غونډې د پای په مراسمو کې د چين د دولت رئیس شي جين پينګ په ګډون د هېواد او
کمونېست ګوند مشرانو هم ګډون کړی و. د مالوماتو له مخې، دغې غونډې ته ټولټال ۵۹۷۹
وړانديزونه ليږل شوي، چې له جملې څخه يې ۴۹۷۹ وړانديزونه تر څار او سنجش لاندې نيول
شوي دي.
(خبرياله: شکريه)