امریکا په اوکراين کې د بيولوژيکو لابراتوارونو معلومات حذف کړي
CMG2022/03/10 14:46:54
شريکول:

د روسيې د دفاع وزارت په دې وروستيو ورځو کې ويلي، چې ځواکونو يې په اوکراين کې د عملياتو په ترڅ کې هغه پوځي بيولوژيکي پلان کشف کړی، چې د امريکا له خوا پرې پانګونه شوې ده، خو په اوکراين کې د امريکا سفارت د روان کال د فبرورۍ په پای کې پر خپلې رسمي ويبپاڼې د بيولوژيکي لابراتوارونو په اړه معلومات حذف کړي دي.

پوښتنه دا ده، چې امريکا ولې په اوکراين کې د خپلو بيولوژيکي لابراتوارونو معلومات ډېلېټ يا حذف کړي او لامل يې څه کيدا شي او بل دا چې د اوکراين په شمول ځينو هېوادونو کې د امريکا له خوا په جوړو شويو لابراتوارونو کې څه ډول چارې ترسره کيږي؟

شمېرې ښيي، چې امريکا په اوکراين کې ۲۶ لابراتوارونه لري او پنټاګون تر کنټرول لاندې دي او څيړنيز فعاليتونه يې د امريکا په مشرۍ تر سره کيږي او څوک د امريکا له اجازې پرته د دغو لابراتوارونو هېڅ معلومات نشي افشا کولی.

روسي سرچينه وايي، چې د اوکراين کړکېچ تر پېښېدو وروسته د دې هېواد  روغتيا وزارت له ټولو بيولوژيکي لابراتوارونو څخه غوښتنه کړې، چې ټول خطرناک توکي لېرې کړي او له دغو لابراتوارونو سره د پنټاګون د مرستو نښې نښانې پټې وساتي او يا يې حذف کړي، خو اوس د اوکراين کړکيچ په سختېدو سره په بهرنيو هيوادونو کې د امريکا بيولوژيکي لابراتوارونو کې جنايتکارانه عملونه افشا شوي دي.

 د بلغاليا تحقيقاتي خبريالې ګیتانجیوا ويلي، که امريکا دغه معلومات لېرې کړي نه وای، نو نړيوالې ټولنې به د امريکا د حکومت په تېره بيا په اوکراين کې د پنټاګون له خوا د جوړو شويو يادو لابراتوارونو په باب معلومات تر لاسه کړي وو.

مالومات ښيي، چې د امريکا په دغو لابراتوارونو کې خطرناک ويروسونه ساتل کيږي، خو امريکا په يادو لابراتوارونو کې اړوند معلومات لېرې کړي او هڅه يې دا وه، چې اړوندې شمېرې د روسيې له خوا تر لاسه نه شي او د دغو لابراتوارونو د زيانونو له پړې يې تېښته کړې ده.

خبري رسنيو ويلي، چې امريکا په دې وروستيو کالونو کې د نړۍ په دېرشو هېوادونو کې ۳۳۶ بيولوژيکي لابراتوارونه جوړ کړي دي او دغه بيولوژيکي لابراتوارونه په ځايي سيمو کې د ساري ناروغيو له خپرېدو سره مستقیم تړاو لري.

د بېلګې په توګه، په ۲۰۱۶ کال کې داوکراين په خارکوف ښار کې د خوږګانو د انفلونزا د خپرېدو له امله شل اوکرايني پوځيان مړه شول او څه باندې دوه سوه تنه نور روغتون کې بستر شوي وو.

د ۲۰۲۰م کال په پيل کې د کرونا وبا د پيل پر مهال د اوکراین د اپوزيسيون مشر امريکايي چارواکو ته يو پيغام وليږه او پکې يې ترې غوښتي وو، چې په اوکراين کې د امريکا له خوا د جوړو شويو بيولوژيکو لابراتوارونو کې څه ډول څېړنيز کارونه تر سره کيږي؟

د روسيې وقايوي ډاکترې انا بوبووا وايي، چې د مرکزي اسيا په هغو هيوادونو او سيمو کې چې نوې ساري ناروغۍ خپريږي، د امريکا بيولوژيکي لابراتوارونو سره مستقیم تړاو لري.

ايا دا ټول “ تصادف ” دی؟ 

ايا دغه ساري ناروغۍ د امريکا د بيولوژيکو څېړنو نتيجه ده؟

امريکا د يادو لابراتوارونو معلومات لېرې کړي، ايا چارواکي يې انديښنه لري، چې خپل جنايتکارانه عملونه يې افشا نشي؟

امريکا نه يوازې په بهرنيو هېوادونو کې، بلکې د هېواد دننه يې هم بيولوژيکي پوځي فعاليتونه تر سره کړي او اوس هم همدغه چارې ترسره کوي. د بېلګې په توګه د امريکا فورټ ډیټریک بيولوژیکي لابراتوار د ۲۰۱۹م کال په جولای کې خپلې چارې ناڅاپي ودرولي او ياد لابراتوار یې بند کړ، خو وروسته د ويرجينيا ايالت په يوه استوګنيزه سيمه کې د الکترونيکي سګرټو ناروغي خپره شوه، چې د ناروغانو نښې نښانې يې د کرونا نښو سره ورته وې.

په دغه لابراتوار کې څه جنايتکارانه عملونه تر سره کيدل او ولې يې بند کړ؟ امريکا تر اوسه دغې پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

ګڼ شواهد ښيي، چې امريکا د سوله ييزې څېړنې په پلمه په بهرنيو هېوادونو کې بيولوژيکي لابراتوارونه جوړ کړي، خو حقيقت دا دی، چې دغه هيواد هلته پر پوځي عملياتو لګيا دی.