د اسرائيل او ترکيې ولسمشرانو د سیاسي اړيکو د بيا پيل هيلې ښودلي
CMG2022/03/10 10:09:27
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مارچ په ۹مه نېټه د اسرائيل له ولسمشر اسحاق هرتزوګ سره ليدنه کړې او د متقابلو سياسي اړيکو او خبرو اترو د بيا پيل او د خپلمنځي اختلاقاتو د کمولو او د همکاريو د پياوړتيا هيله يې ښودلې ده.

اردوغان له يادې ليدنې وروسته په يوې خبري ناستې کې ويلي، چې د نوموړي دغه ليدنه به د ترکيې او اسرائيل تر منځ د اړيکو پرمختګ وهڅوي او اړیکې به یې په ښه لوري روانې شي.
نوموړي زياته کړې، چې دواړه خواوې به د ګډو ګټو او متقابل درناوي پر بنسټ سياسي خبرې اترې بيا پيل او خپمنځي همکارۍ به پياوړې کړي. برسيره پر دې، ترکيې د انرژۍ د خونديتوب په برخه کې له اسرائيل سره د همکاريو مقدماتي چارې هم بشپړې کړې دي.

هرتزوګ ويلي، که څه هم اسراييل او ترکيه په يو څو مسئلو اختلافات لري، خو بیا هم هيله مندي شته، چې دواړه هيوادونه به د ښه نيت او متقابل درناوي پر بنسټ د خبرو اترو ميکانيزم جوړ او موجود اختلافات به ليرې کړي. نوموړي زياته کړې، چې اسرائيل او ترکيه به په څو برخو کې خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي.
(خبرياله: شکريه)