د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د ښځو د ګډې ټولنې استازې اينور محستې د مارچ په ۸مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري شورا ۴۹م کنفرانس ته د خپلې وينا په ترڅ کې د چين په شينجيانګ کې د ښځو د حقونو او ګټو د تامينولو حالات معرفي کړل.
نوموړې وويل، چې د شينجيانګ سيمه ييز حکومت د ښځو د حقونو او ګټو تامينولو چارو ته په درنه سترګه ګوري، په قانوني ډيموکراتيکو پريکړو، ادارې او نظارت کې د ښځو د ګډون حقونه او د ښځو د ولادت حقونه او ګټې ساتي او په ښوونيزو چارو کې د ښځو د ګډون حقونه او ګټې او د ښځو د کار حقونه تامينوي.