د اوکراين او روسیې د بهرنيو چارو وزيران به نن خبرې اترې وکړي
CMG2022/03/10 14:28:18
شريکول:

د اوکراين د بهرنيو چارو وزير ډيميټرو کوليبا د مارچ په ۹مه نېټه پر ټولنيزې رسنۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د روسيې پوځ تر کنټرول لاندې د چيرنوبيل ذروي سټيشن د بريښنا لاين خراب شوی او په دغه سټيشن کې بريښنا په پوره توګه پرې شوې ده.

نوموړي ويلي، چې هغه به نن د روسيې له بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف سره خبرې اترې وکړي، خو دغو خبرو اترو ته يې ډېره تمه نه ده ښودلې، خو هڅه به وکړي، د اوکراين لپاره لاسته راوړنې ولري.