روغتيا نړيوال سازمان: ګرده نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۴۴۸ ميليونه، ۳۱۳ زره او ۲۹۳ ته رسېدلی
CMG2022/03/10 09:50:27
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، روغتیا نړيوال سازمان د مارچ په ۹مه نېټه د تازه شمېرې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د مازديګر تر ۶ بجو او ۱۱ د قيقو پورې، په ګرده نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر د ۸مې نېټې په نسبت يو ميليون ۷۰۴ زره او ۲۰۸ زياتوالي ښيي او عمومي شمېر يې ۴۴۸ ميليونه، ۳۱۳ زره او ۲۹۳ ته رسېدلی دی.
خبر وايي، چې په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۶۴۸۷ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۶ ميليونه، ۱۱ زره او ۴۸۲ ته رسېدلی دی.
(خبرياله: شکريه)