يون سيوک يول د کوريا جمهوريت ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې
CMG2022/03/10 14:55:02
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت د ټاکنو خپلواک کميسيون د مارچ په ۱۰مه نېټه اعلان وکړ، چې د دې هيواد د خلکو ځواک ګوند نوماند يون سيوک يول په ولسمشريزو ټاکنو کې بريالی شوی او نوموړی به د کوريا جمهوریت راتلونکی ولسمشر وي.

د رايو شمېرې ښيي، چې يون سيوک یول په ټولټاکنو کې ۴۸.۵۶سلنه رايې تر لاسه کړې دي. (خبرياله: شکريه)