چين هرکلی کوي، چې ايران او د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسې اړوند مهال ويش ته رسيدلی دی
CMG2022/03/10 10:54:11
شريکول:

د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسې د شورا غونډه د مارچ په ۹مه نېټه په ويانا کې تر سره شوه. په ويانا کې په ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين د پلاويو مستشار وانګ چوانګ په ياده غونډه کې د ايران د ذروي مسئلې په هکله وينا وکړه.

وانګ چوانګ په  اشارې سره ويلي، اوسمهال د ايران د ذروي مسئلې په هکله د هراړخيز تړون د عملي کولو د اعادې په هکله خبرې اترې اخري کيليدي پړاو ته رسيدلی دی. بېلا بېلې خواوې بايد ډيموکراتيکې هلې ځلې پياوړې کړي، ژر تر ژره سياسي پريکړه وکړي او پاتي مسئلې حل کړي. امريکا د ايران د ذروي بحران د پاروونکي په توګه بايد خپلې تيروتنې سمې کړي، واقعي تدبيرونه عملي کړي، د ايران معقولو پاملرنو ته فعال غبرګون وښيي او د خبرو اترو د برياليتوب هڅونه وکړي.  اړوندې خواوې دې د ډيموکراتيکو هلو ځلو لپاره اړمن شرايط او ښه چاپيريال جوړ کړي.