د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د
خبرو اترو د پلاوي استازي ليونيد سلوځکي د مارچ په ۹مه نېټه ويلي، چې له اوکراين
سره د خبرو اترو موخه يې دا ده، چې له دغه هيواد سره په پوځي، سياسي او بشري مسئلو
کې موافقې ته ورسیږي، خو له خپلو مادو او غوښتنو به تېر نشي.
د امريکا د دفاع
وزارت وياند جان کربي په همدې ورځ ويلي، چې امريکا د پولنډ هغه پلان رد کړی، چې د
دغه هېواد له لارې اوکراين ته ميګ -۲۹ ډول جنګي الوتکې وليږي.
امريکايي چارواکو
د ناټو له غړو هېوادونو څخه اوکراين ته د جنګي الوتکو د مستقيم يا غير مستيقيم ليږد
سره مخالفت کړی او په اوسنيو تاوجنو حالاتو کې اوکراين ته د جنګي الوتکو ليږل يې
یوه ډېره خطرناکه کړنه بللې ده.
کربي ويلي، امريکا او ملګري هېوادونه به
د جنګي الوتکو پر ځای اوکراين ته د هوايي بريد ضد سيستم برابر کړي.
(خبرياله:
شکريه)