چين: ځيني هيوادونه دې د کډوالو په ساتنځايونو کې د ماشومانو پر حقونو او ګټو د تيري کړنې پای ته ورسوي
CMG2022/03/10 10:50:59
شريکول:

په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په دفتر او په سويس کې د نورو نړيوالو سازمانونو په چيني پلاويو کې د چين وزيرمختار جيانګ دوان د مارچ په ۹مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۴۹مه غونډه کې د څه باندې هغو شلو هېوادونو په استازيتوب، چې له چين سره همغږي لري، يوه وينا وکړه.

نوموړي په ځينو هېوادونو کې د کډوالو او پناغوښتونکو په ساتنځايونو کې د ماشومانو پر حقونو او ګټو د تيري کړنو په تړاو خبرې وکړې او له اړوندو هېوادونو څخه يې وغوښتل، چې يادې کړنې پای ته ورسوي. 

جيانګ دوان وويل، چې ځينو هيوادونو له اوږدې مودې راهیسې د کډوالو او پناغوښتونکو په هغو ساتنځايونو کې، چې د ژوند شرایط پکې ډېر بد دي، کډوال ماشومان په بد وضعيت کې ساتلي دي او د دوی د ژوند حقونه او ګټې يې زيانمنې کړې دي.
 نوموړي زياته کړې، چې ځينو هېوادونو په اجباري ډول کډوال ماشومان له خپلو پلارونو او ميندو جلا ساتلي او ګڼ شمېر ماشومان له خپلو پلارونو او میندو سره نشي لیدلی او ځينې يې ان پيدا کولی هم نه شي.  په ځينو هېوادونو کې د کډوالو ساتنځايونه د شخصي شرکتونو لخوا اداره کېږي او هلته ډېری ماشومان ځورول کيږي.