چين له فلسطيني کډوالو سره د کرونا ضد واکسين درېيمه جوپه لبنان ته وليږدوله
CMG2022/03/10 10:38:20
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په فلسطين کې د چين دفتر د مارچ په ۹مه نېټه د يوې بيانيې په خپرولو سره ويلي، چې په نورو هېوادونو کې له فلسطيني کډوالو سره د چين د مرسته شوي کرونا ضد واکسين درېيم جوپه په همدې ورځ د فلسطين د کډوالو چارو مرکز ته ورسېده او دغه مرکز به ياد واکسين لبنان ته وليږدوي او هلته به فلسطیني کډوالو ته تزریق شي.
بیانیه وايي، چې چين په نورو هېوادونو کې فلسطيني کډوالو ته تر اوسه ټولټال ۲۰۰ زره دوزه کرونا ضد واکسينونه برابر کړي او اردن، سوريې او لبنان کې ميشتو فلسطينيانو ته يې ليږدولي دي.
(خبرياله: شکريه)