د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس پنځمه کلنۍ غونډه پای ته ورسېده
CMG2022/03/11 14:58:24
شريکول:

د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس پنځمه کلنۍ غونډه د مارچ د ۱۱مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پای ته ورسېده.

د دې غونډې په پای مراسمو کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او صدراعظم لي که چيانګ هم ګډون کړی و.
د مالوماتو له مخې، په دغې غونډه کې د حکومت، د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې، سترې محکمې او لويې څارنوالۍ کاري راپورونه، د چين د ولسي جمهوريت د سيمه ييزو ولسي کانګرسونو او ځايي حکومتونو قانون د تعديل پرېکړه، د څوارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د غړو په اړه پرېکړه ليک، په هانکانګ او مکاو کې د څوارلسمې دورې ولسي کانګرس د غړو د ټاکنو پلان تصويب شوي دي..
د څوارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس غړي به د ۲۰۲۳م کال په جنورۍ کې وټاکل شي. (خبرياله: شکريه)