لي که چيانګ: چين به د کرونا وبا د وقايې او کنټرول علمي او مناسبې تګلارې پلې کړي
CMG2022/03/11 14:56:55
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د ماچ په يوولسمه نېټه وويل، چې چين د کرونا وبا د وقايې او کنترول او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره جامع تدبيرونه نيولي او په دې برخو کې يې د نړيوال تګ راتګ او همکاريو د پياوړتيا لپاره هڅې کړې دي.

نوموړي زياته کړه، چې چين به د کرونا وبا د بدلونونو د دغه ويروس د ځانګړتياوو له مخې د وقايې او کنترول تدبيرنو علمي او دقيقه کچه لا لوړه کړي او د خلکو روغتيا، د ژوند او توليد عادي نظام او د توليد او عرضې ځنځير به خوندي وساتي.

د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرېس پنځمه کلنۍ غونډه په همدې ورځ پای ته ورسېده. د چين صدراعظم لي که چيانګ د دې غونډې خبري ناستې کې د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې نړيواله ټولنه دې يووالی او همکارۍ وساتي، متقابل تفاهم او زغم دې پياوړی او عادي مدار ته د نړۍ د ستنېدو لپاره دې زمينه برابره کړي.