اروپا بايد د امريکې له لومې څخه ځان خلاص کړي
CMG2022/03/11 15:32:20
شريکول:

د امريکا استازو جرګې د مارچ په ۹مه نېټه له روسيې څخه د نفتو، طبیعي ګازو او سکرو پر واردولو بنديزونه ولګول او دا پر روسيې د امريکا بې ساري سخت بنديزونه ګڼل کېږي. خو اروپايي وګړو پر ټولنیزو رسنيو پوسټونه او کمينټونه کړي، چې د امريکې ياد بنديزونه پر روسیې نه، بلکې پر اروپا لګېږي.

د اوکراین او روسيې ترمنځ د شخړې له امله، په دې وروستیو ورځو کې د انرژۍ بيې ډېرې لوړې شوي او د اروپا د وګړيو پر وړاندې يې ډېرې ستونزې راپورته کړې دي.

روسیه د اروپا تر ټولو لوی پيترول برابرونکی هېواد دی او د اروپايي ټولنې د طبیعي ګازو د تقاضا ۴۵ سلنه پوره کوي.

امريکا د روسيې د طبيعي ګازو او پيترول پر وارداتو بنديزونه ولګول، نو په اروپا کې به د انرژۍ بيې نورې هم  لوړې او عرضا به يې پوره نه شي.

د جرمني لومړي وزير ولف شولز اخطار ورکړی، چې د روسيې پر طبيعي ګازو او پيترول بنديزونه به د اروپا د انرژۍ امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په اشارې ویلي، چې امریکا د روسيې پيترول او طبیعي ګازو ته اړتیا نه لري، خو اروپا ورته ډېره اړمنه ده.

د اروپا د غلودانو خونديتوب او امنیتي وضعیت هم له ډېرو سختو ننګونو سره مخ دی او امریکا له اروپا سره زرګونه کيلومتره واټن لري او هیڅ اغېزه به پرې ونه کړي.

په عین وخت کې د امریکې نظامي تصدیو د اوکراین او روسيې د شخړې په ترڅ کې ډېرې ګټې تر لاسه کړي دي.

ویل کېږي چې امریکا تل خپلې ګټې ساتي او د خپلو ملګرو د پاملرنې وړ مسئلو او ريښتنو ګټو ته هېڅ توجه نه کوي.

اروپا باید د امريکې له لومې څخه ځان خلاصه کړي.