د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د مارچ په ۱۰مه نېټه یون سیوک یول ته د کوریا جمهوريت د نوي ولسمشر د ټاکل کېدو په مناسبت مبارکي وویله.
شي جين پينګ وویل، چې چین او کوریا جمهوریت ګاونډیان او مهم همکاران دي. د دواړو هېوادونو د ډيپلوماتیکو اړیکو تر ټينګېدو وروسته، اړیکې يې ډېرې نږدې شوي او د دواړو هېوادونو خلکو ته يې رښتينې ګټې رسولي دي او د سيمې او حتی د نړۍ د سولې، ثبات او سمسورتیا لپاره فعال رول لوبولی دی. سږ کال د چین او کوریا جمهوریت ترمنځ د ډيپلوماتیکو اړیکو د ټينګېدو له ۳۰مې کاليزې سره برابر دی، چین غواړي له کوریا جمهوریت سره دوستانه همکاريزې اړيکې نورې هم پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زیاتې ګټې ورسوي. (هیله)