د چين ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډه د ټول بهير ډيموکراسۍ ښه ښکارندويي کوي
CMG2022/03/11 14:27:50
شريکول:

د چين د ملي ولسي کانګرس نژدې ۳زره استازي د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس په پنځمې کلنۍ غونډه کې د هېواد د پرمختګ او د خلکو د ژوند په هکله بحثونه کوي. د چين د کمونېست ګوند او دولت مشر د ملي ولسي کانګرس له استازو سره مخامخ خبرې وکړې او د دوی وړانديزونه او پيشنهادونه يې واوريدل. يادو استازو د خلکو نظريې او هيلې د هېواد مشرتابه ته وړاندې کړې او د دوی دغه دنده د ټول بهير ډيموکراسۍ ښه څرګندويي کوي.

د شانګهای ښار د چانګ نينګ ناحيې په هونګ چياو واټ کې د پينګ جوی په نوم د سټوډيو مسئولې او د ملي ولسي کانګرس استازې جو ګو پينګ له يادې کلنۍ غونډې مخکې له سيمه ييزو خلکو سره خبرې کړي او د دوی نظريې او هيلې يې ځان سره نوټ کړې دي. هغې د سيمې له خلکو سره د خبرو په ترڅ کې د خلکو انديښنې درک کړې او مثبت وړانديزونه يې جوړ کړي او يادې غونډې ته به يې وړاندې کړي. نوموړې وايي، چې هر وخت يې له خلکو سره خبرې کړي او د دوی وړاندیزونه او هيلې يې نوټ کړي او د ملي ولسي کانګرس هرې کلنۍ غونډې ته يې وړاندې کړې دي. هغه هره ورځ له ملکي وګړو سره خبرې کوي، د دوی خبرې او وړانديزونه اوري او بیا د دوی پيشنهادونه او مسئلې په نظر کې نيسي او څېړنې کوي او د حل لاره ورته لټوي.

د پينګ جوی سټوډيو نه يوازې یوه سټوډيو ده، بلکې د چين د ملي ولسي کانګرس دايمي کميټې د قانون جوړولو کميسيون له لوري په استوګنيزو سيمو او ناحيو کې د قانون جوړولو لپاره د وړانديزونو راغونډولو مرکز هم دی. ياد مرکز په ۲۰۱۹م کال د ټول بهير ډيموکراسۍ مهمه نظريه وړاندې کړې ده.

جو ګو پينګ د معلوماتو راغونډونکې په حيث، له اوسيدونکو سره په کورنيو کې د زور زياتي ضد قانون، د ملي سرود قانون، د تاندو ځوانانو د ساتنې قانون په شمول د څه باندې ۳۰ قوانينو د تعديل په چارو کې ګډون کړی، د بېلا بېلو قوانينو جوړولو لپاره يې څه دپاسه ۶۰۰ فقره ايز پيشنهادونه وړاندې کړي او د ټول بهير ډيموکراسۍ، د خلکو نظريو د راغونډولو په چارو کې يې ډېرې چارې ترسره کړې دي.

جو ګو پينګ وايي، چې د ملکي وګړيو په اند، د قانون جوړولو چارې په اصل کې د خلکو په لوی تالار کې تر سره کېږي، خو په حقيقت کې داسې نه ده، د هيواد عادي وګړي د قانون جوړولو په چارو کې د برخې اخيستلو حق لري او دوی باید دا احساس کړي، چې د هيواد بادارن دي او د خپل هيواد کوربتوب کوي.

جو ګو پينګ د تېر کال د دوو غونډو په ترڅ کې ثابته کړه او د ټول بهير ډيموکراسۍ يې په رسمي توګه په قانون کې شامله کړه. هغې اوسمهال په هونګ چیاو واټ کې د قانون جوړولو د وړانديزونو راغونډولو په مرکز کې ۱۸ سټيشنونه جوړ کړي او د استوګنيزو سيمو او ناحيو په ګوټ ګوټ کې يې کارونه روان دي.

د چين د ملي ولسي کانګرس استازی جاو وان پينګ د کرهنيزو چارو څيړنې ترسره کوي. نوموړي د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د کليو د بيا سمسورتيا لپاره ډېر کارونه تر سره کړي او زياتو ځايونو ته يې سفرونه کړي دي.هغه په ۲۰۱۹ م کال کې د چين د ۱۴ ولايتونو څه باندې ۹۰ وسلواليو ته سفر کړی او د کرونا وبا په وخت کې يې د ټليفون له لارې له بېوزلو کورنيو او په کليو کې د اړوندو ادارو له کارکوونکو څخه د بېوزلۍ د له منځه وړلو حالت په هکله معلومات راغونډول او ځان سره یې نوټ کول.

جاو وان پينګ د چين د ملي ولسي کانګرس هرې کلنۍ غونډې ته لږ تر لږه ۱۵ فقره ايز مسوبه وړاندې کوي، چې زيات شمېر يې د اړوندو دولتي ادارو له لوري اخیستل کيږي. د بېلګې په توګه، جاو وان پينګ په ۲۰۲۰م کال کې هغه مسوبه وړاندی کړی و، چې د مصرف او لګښت له لارې دې د بېوزلۍ له منځه وړلو کارونه د هېواد په مالي تګلارې کې شامل شي. د چين مالیې وزارت د نوموړي دغه مسوبه واخېسته او په همدې کال کې يې د ۲۰۰ ميليارډو يوانو په اندازه پيسې ولګولې او له بېوزلو سيمو څخه د کرهنيزو توکو اخيستلو له لارې يې د دغو سيمو د بېوزلۍ حالت سره مرستې وکړې. دغه مسوبه د بېوزلۍ له منځه وړلو چارو د برياليتوب او د کرونا وبا د خپرېدو په وخت کې د لګښتي چارو د پياوړتيا لپاره مهم رول لوبولی دی.  

جاو وان پينګ وايي، چې هغه د چين د ملي ولسي کانګرس د استازي په توګه په هرو پنځو کلونو کې ورسپارل شوې دندې پلې کوي.نوموړی خوښ دی، چې د خلکو استازيتوب کوي، د  دوی ستونزې اوري او د حل لپاره يې مرکزي حکومت ته وړاندیزونه کوي. د چين د ملي ولسي کانګرس نظم او د ټول بهير ډيموکراسي د ځينو لويديځوالو په ژبه د رایګېرۍ لاره نه ده، بلکې د چين حکومت په همدې لارې د خلکو ستونزې حل کوي او د هېواد د پرمختګ او اقتصاد او بېلا بېلو برخو کې مهم رول لوبوي.