د قرغيزستان او تاجکستان سرحدي ځواکونو يو پر بل ډزې کړي
CMG2022/03/11 10:43:06
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د قرغيزستان د ملي امنيت شورا مطبوعاتي ادارې د مارچ په لسمه نېټه ويلي، چې پوله ساتو ځواکونو يې د تاجکستان له ځواکونو سره  شخړه کړې او يو پر بل یې ډزې کړې دي.

د خبر له مخې، د تاجکستان ګزموي قطعې د همدې ورځې په سهار د قرغيزستان د باکنټ ايالت سرحدي سيمې کې خپله ګزموي لار بدله کړې او له نوې سرحدي دفاعي کرښې څخه تېر شوي او غوښتل یې، چې د قرغيزستان سرحدي ځواکونه له يادې سيمې څخه وشړي، خو د قرغيزستان سرحدي ځواکونو يې غوښتنه رد او د دوی مخه يې نيولې ده او پايله کې يې متقابلې ډزې کړې دي.

 د مالوماتو له مخې، په دغې شخړې کې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې او دواړو هيوادونو ويلي، چې د يادې مسئلې د حل لپاره به خبرې وکړي.

 (غاټول)