د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د استراليا
دفاع وزير پيټر دوتون په دې وروستيو کې په یوه مرکه کې ويلي، چې استراليا به تر وسې
پورې په سيمه کې د چين د "تيري" مخه ونيسي. استراليا له دې مخکې هم پر چين تور
لګولی و، چې جنګي بيړۍ يې د استراليا پر جنګي الوتکې ليزر اچولی او دغه کړنه يې د
چين د زورواکۍ کړنه بللې وه.
د چين د دفاع وزارت وياند تان که فې د
مارچ په ۱۰مه نېټه د استراليا د دفاع وزير يادې خبرې د چين په کورنيو چارو کې
څرګنده لاسوهنه وبلله او ويې ويل، چې د استراليا دفاع وزير پيټر دوتون د ملي حاکميت
او د خاورو تماميت د ساتنې لپاره يې د چين پر قانوني کړنو بې اساسه نيوکې کړې دي او
چين یې پړ بللی دی.
نوموړي وويل، چې د پيټر دوتون له يادو خبرو څخه د سړې جګړې
مفکوره او ايډيولوژيک تبعيض ښکاري او چين ورسره ټينګ مخالفت کوي.
(خبرياله:
شکريه)