د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند جاو لي جيان د مارچ په لسمه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې د روسيې، اوکراين، او ترکيې د بهرنيو چارو د وزيرانو په کچه غونډې کې وويل، چې چين د روسيې او اوکراين ترمنځ د سولې لپاره د هر ډول ډيپلوماتيکو هڅو هر کلی کوي او ياده غونډه هم په همدې تړاو جوړه شوې ده.
د خبر له مخې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف، د اوکراين د بهرنيو چارو له وزير ډميترو کولبا او د ترکيې د بهرنيو چارو له وزير ميلوټ چاوسګلو سره د ترکيې په انتاليا کې د درېيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه تر سره کړې ده.
جاو لي جيان وويل، چې چين دغې غونډې ته پاملرنه کړې او دا د اوکراين کړکيچ له پېښېدو راهيسې د تر ټولو لوړې کچې غونډه وه.
نوموړي هيله وښوده، چې د اوکراين کړکېچ ښکېلې خواوې د متقابل باور پربنسټ په يو لوري ګامونه پورته کړي او د اوسني کړکيچ د لېرې کولو لپاره هر اړخيزې هڅې وکړي.
(غاټول)