روغتيا نړيوال سازمان: ګرده نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۴۵۰ ميليونه، ۲۲۹ زره او ۶۳۵ ته رسېدلی
CMG2022/03/11 11:23:40
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، روغتیا نړيوال سازمان د مارچ په ۱۰مه نېټه د تازه شمېرې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د مازديګر تر ۶۵ بجو او ۸ د قيقو پورې، په ګرده نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر د ۹مې نېټې په نسبت يو ميليون ۸۱۶ زره او ۹۲۵ زياتوالي ښيي او عمومي شمېر يې ۴۵۰ ميليونه، ۲۲۹ زره او ۶۳۵ ته رسېدلی دی.
خبر وايي، چې په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۷۱۶۳ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۶ ميليونه، ۱۹ زره او ۸۵ ته رسېدلی دی.
(خبرياله: شکريه)