د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په ۱۱مه نېټه وويل، چې چين په تېرو ۴۰ کلونو کې د ورخلاصون له لارې پرمختګ موندلی او خلکو او نړۍ ته يې ګټې رسولې دي.
نوموړي وويل، چې ورخلاصون د چين لپاره د فرصت لويه دروازه ده او دغه دروازه به بنده نه کړي.
هغه زياته کړه، چې د چين اقتصاد د نړۍ له اقتصاد سره ژور پيوستون لري. چين به سږکال د رسيپ تړون ( RCEP ) د رسماً پلي کېدو په درشل کې ازادې سوداګرۍ ته هم وده ورکړي، دولتي، ملکي او بهرنيو تصديو ته به په يوه سترګه وګوري او د نړيوالو پانګونو د راجلب لپاره به هڅې وکړي.