لي که چيانګ: د اوکراين بحران د سوله ييز حل لپاره بايد له هرې ګټورې کړنې ملاتړ وشي
CMG2022/03/11 14:55:05
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په ۱۱مه نېټه وويل، چې د اوکراين حالات د اندېښنې وړ دي او بېلا بېلې خواوې بايد د سولې لپاره د روسيې او اوکراين ترمنځ د خبرو اترو ملاتړ وکړي او د بحران د سوله ييز حل لپاره بايد هره ګټوره کړنه وهڅوي او ورڅخه ملاتړ دې وکړي.

لي که چيانګ په همدې ورځ د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرېس د پنځمې غونډې له پای ته رسېدو وروسته په يوې خبري ناستې کې د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې چين له نړيوالې ټولنې غواړي، چې د بېلا بېلو هېوادونو ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی وکړي، د ملګرو ملتونو د منشور موخې او اصول دې مراعات وکړي او د مختلفو هېوادونو امنيتي اندېښنو ته دې جدي پاملرنه وکړي.

لي که چيانګ وويل، چې نړيوال اقتصاد د کرونا وبا له امله له زياتو ستونزو سره مخ دی، نو پر روسيې اړوند بنديزونه به د نړيوال اقتصاد پر احيا منفي اغېزې وکړي او ټولو خواوو ته به زيان ورسوي. چين د اوکراين له ښکېلو خواوو غوښتي، چې تر وسې پورې زغم وساتي او د بشر دوستۍ د سخت بحران د مخنيوي لپاره دې هڅې وکړي. چين به له اوکراين سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.