اوکراین او روسيه د اوربند په اړه موافقې ته و نه رسېدل
CMG2022/03/11 12:11:43
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دميتريو کوليبا د مارچ په ۱۰مه نېټه په ترکیه کې له خپل روسي سيال سیرګي لاوروف سره تر کتنې وروسته وویل، چې اوکراین او روسيه د اوربند په اړه موافقې ته نه دي رسېدلي. 

دميتریو کولیبا او لاوروف په همدې ورځ د ترکيې په انتليا ښار کې مخامخ خبرې وکړې او د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر احمد داوداوغلو هم په دغه ليدنه کې ګډون کړی و. ور پسې دريو وزیرانو په جلا جلا توګه په خبري ناستو کې اړوند مالومات وړاندې کړل. 

کولیبا په خبري ناسته  کې وویل، چې اوکراین به د جګړې د پای ته رسولو لپاره له روسيې سره خبرو اترو ته دوام ورکړي. 

لاوروف وویل، چې روسیه غواړي په دوامداره توګه له اوکراین سره تماس ونيسي. (هيله)