د افغانانو په نظر د چين دوې غونډې!
CMG2022/03/11 09:21:48
شريکول:

.په چين کې مېشت افغانان د دغه هيواد د دوو کلنيو غونډو په هکله څه نظر لري او خپله دغه غونډې  کومې ځانګړتياوې او ارزښت لري؟د چين مېډيا ګروپ د پښتو څانګې خبرياله له دوو افغانانو سره، چې له اوږدې مودې راهیسې په چين کې ژوند کوي غږېدلې ده

د چين سږنۍ دوې ملي غونډې يعنې د ۲۰۲۲م کال د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې ملي کميټې او د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس پنځمې غونډې اوس په بېجينګ کې روانې دي.


(د چين د هه فې د صنعتي چارو پوهنتون د ماسټرۍ محصل محمد حسن مخدوم زاده )

د چين د هه فې د صنعتي چارو پوهنتون د ماسټرۍ محصل محمد حسن مخدوم زاده اوه کاله کيږي، چې په چين کې زده کړې او ژوند کوي. نوموړی د چين د يادو دوو غونډو په هکله وايي، چې دغه غونډې هر کال په بېجينګ کې ترسره کیږي او د چين د بېلا بېلو ولايتونو او سيمو استازي پکې د خلکو د ګټو او ژوند د ښه والي لپاره د مهمو موضوعاتو په باب بحثونه کوي.

د ملي ولسي کانګرس په غونډه کې د خلکو د اړتياوو له مخې د ټولنيز پرمختګ او د خلکو د نيکمرغۍ لپاره ګټور وړانديزونه طرح کیږي. د بيلګې په توګه د روان کال په دوو غونډو کې په عمده توګه د ساينس او ټېکنالوژيو د نوښت او د ټولنيز ضمانت په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله بحثونه روان دي. محدومزاده وايي، چې دا ډېر ښه ميکانيزم دی، چې ټول استازي يې د خلکو له لوري ټاکل شوي او دوی د خلکو د ستونزو او ريښتني وړتياوو په هکله معلومات لري او د وړانډيزونو طرح کولو په وخت کې د خلکو ګټې په نظر کې نيسي.

محمد حسن مخدوم زاده د چين د دوو کلنيو غونډو په اړه د ځانګړي سياسي ميکانيزم په هکله خپل نظر څرګند کړی او ويې ويل، چې د چين د ملي ولسي کانګرس ځانګړتيا دا ده، چې دلته د مختلفو ټولنو خلک راغونډ شوي او د هېواد د حکومت چارې په مخ وړي. دغه راز دغه استازي د همدې کنفرانس له لارې د چين د کمونېست ګوند او د نورو ګوندو او ټولنو تر منځ د همکاريو پل رامنځته کوي او د کمونېست ګوند واکمني نوره هم ټينګوي.

د محمد حسن مخدوم زاده په اند، د چين د ځانګړي سوسياليزم حکومت د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره هراړخيز پلانونه لري. د چين کمونېست ګوند هدف د چيني ملت د بيا سمسورتيا په اړه د چينيانو د ارمان او خوب پوره کول دي، چې هېواد يې سمسور او ملت يې پياوړی او نيکمرغه شي.  د سروې نړيوالو ارګانونو په دې وروستيو کلونو کې د چين د کمونېست ګوند په هکله سروې ترسره کړي او پایله یې ښيي، چې له خپل حکومت د چينايانو د ملاتړ انډول ډېر لوړ دی. چينايان يووالی لري او د حکومت تګلارې بیا د خلکو ملاتړ لري، نو ورڅخه څرګنديږي، چې خلک د حکومت له کارونو خوښ دي.


(اافغان سوداګر علي فيض)

فغان سوداګر علي فيض په چين کې نهه کاله کار او ژوند کړی او اوس له افغانستان څخه چين ته د توليداتو د واردولو په چارو لګیا دی. نوموړی د چين د دوو غونډو په هکله وايي، چې د چين ملي ولسي کانګرس او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس دوې کلنۍ غونډې د چين د پرمختګ لپاره ستر اهمیت لري. د چين خلک د اقتصاد، ټولنې، ښوونې، ساينس او تيکنالوژۍ په شمول بېلا بېل وړانديزونه د دغو دوو غونډو له لارې مرکزي حکومت ته وړاندې کوي او وروسته د چين مرکزي حکومت اړوند پلانونه جوړوي او  ستر برياليتوبونه تر لاسه کوي. علي فيض وايي، چې د نړۍ نورهيوادونه هم د چين له دغو ډيموکراتيکو غونډو تجربې زده کولی او کارولی شي.