د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريس د مارچ په ۱۰مه نېټه له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتنل، چې د خبرو اترو له لارې د نړۍ د موجودو کشالو د حل لپاره ټينګ هوډ وکړي او هر اړخيزې هڅې دې وکړي.
نوموړي په همدې ورځ په ترکيې کې په يوې ويډيويي وينا کې د نړۍ د موجودو کشالو په لاسختېدو اندېښنه څرګنده کړې ده. هغه ويلي، د جيوپليتيک اختلافات او سيمه ييزې کشالې د نړيوالې سولې پر وړاندې عمده خنډونه دي او ډېر زيات کسان کولی شي، چې د نړۍ د عصري تخنيکونو د پرمختګ په مټ نړيوال ثبات وګواښي او خراب یې کړي.
نوموړي له انټرنېټ ناوړه ګټه او پټې کشالې هم د نړيوالې ادارې پر وړاندې لويې ننګونې وبللې.
نوموړي زياته کړه، چې نړيواله ټولنه دې د خبرو اترو له لارې د موجودو کشالو د حل لپاره ټينګ هوډ وکړي او يادې مسئلې دې کړي.
خبرياله: شکريه