د چین د اقتصادي پرمختګ د لوړې سویې ساتنه اسان کار نه دی
CMG2022/03/11 14:55:32
شريکول:

د چین صدراعظم لي که چیانګ د مارچ د ۱۱مې نېټې په سهار د دیارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس تر پنځمې کلنۍ غونډې وروسته په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د چین د اقتصادي پرمختګ سږنۍ موخه 5.5 سلنه ټاکل شوې، او دا د لوړې سویې پرمختګ دی او ساتنه يې اسان کار نه دی.   

نوموړي په اشارې وویل، چې تېر کال د چین اقتصادي عمومي اندازه ۱۱۰ زرو ميليارډو یوانو ته رسېدلې او پر دې بنسټ اقتصادي زیاتوالی يې هم دېرې لوړې سویې ته رسېدلی او د 5.5 سلنې زیاتوالی يې د یو منځني هېواد له عمومي اقتصادي اندازې سره برابر دی. 

هغه زیاته کړه، چې د چین سږني تدبيرونه د لرليد لپاره نیول شوي او دوامدارې اغېزې به ولري. د چین د عصري کېدو بهیر یوه اوږده پروسه ده او په دې موده کې به د اغېزمنو طریقو له لارې رامنځته شوې ستونزې حل کړي. (هيله)