وانګ يي د فرانسې او د ايټاليا د بهرنيو چارو له وزيرانو سره خبرې وکړې
CMG2022/03/11 10:45:32
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په لسمه نېټه په جلا جلا توګه د فرانسې د بهرنيو چارو له وزير لیدريان او د ايټاليا د بهرنيو چارو له وزير ليوګي ديمايو سره ويډيويي خبرې وکړې او د اوکراين د اوسني وضعيت په اړه یې ورسره د نظريو تبادلې وکړې.

وانګ يي له خپل فرانسوي سيال ليديان سره د خبرو په ترڅ کې وویل، چې د چين، فرانسې او المان ترمنځ سرمشريزه د مارچ په اتمه نېټه په برياليتوب تر سره شوه او د درېیو هېوادونو مشرانو د اوکراين د مسئلې او د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو په اړه بحثونه وکړل. 

نوموړي وويل، چې د درې واړو هيوادونو چارواکي دې هڅې وکړي، چې د مشرانو ګډې نظريې پلې کړي او هيله يې وښوده، چې نړيواله ټولنه د روسيې او اوکراين ترمنځ د خبرو اترو لپاره لازمه زمينه برابره کړي.

ليديان په خپلو خبرو کې د اوکراين مسئلې په هکله د فرانسې دريځ بيان کړ او ويې ويل چې اړوندې خواوې دې د اوربند لپاره هڅې وکړي او په ډيپلوماتيکو لارو چارو دې اوسنۍ مسئله حل کړي. فرانسه غواړي چې د م.م په امنيت شورا کې له چين سره همکاريو ته ادامه ورکړي.

وانګ يي د ايټاليا د بهرنيو چارو له وزير ليوګي ديمايو سره په ويډيويي کتنې کې وویل، چې د چين د دولت رئيس شي جين پینګ په وروستيو کې د فرانسې او المان له مشرانو سره په ويډيويي سرمشريزې کې په خپلو خبرو کې دې ته اشاره کړې، چې نړيواله ټولنه دې د بېلا بېلو هېوادونو ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا ته درناوي وکړي، مختلف هېوادونه دې د م.م د منشور موخې او اصولو مراعات کړي، د ټولو هېوادونو امنيتي ګټو ته دې پاملرنه او د اوکراين بحران د سوله ييز حل وفصل په ګټه له هرې مثبتې هڅې ملاتړ وکړي.

د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير ليوګي ديمايو وویل، چې ايټاليا په نړيوالې سولې کې د چين رول لوبولو ته په تمه ده او د بشر دوستۍ په هکله د چین شپږ فقره ييز وړانديز ته يې پام اړولی او غواړي له چين سره د نظريو تبادلې پياوړې کړي.

 

(غاټول)