لي که چيانګ: چين او امريکا دې د خپلمنځي تګ راتګ او همکارۍ دروازه بيا نه بندوي
CMG2022/03/11 15:02:55
شريکول:

د چين صدارعظم لي که چيانګ د مارچ په ۱۱مه نېټه وويل، چې چين او امريکا پنځوس کاله مخکې د خپلمنځي اړيکو کنګل مات کړی او د دوه اړخيزو اړيکو د عادي کېدو مزل يې پيل کړی دی. دواړه خواوې دې د خپلمنځي تګ راتګ او همکارۍ پرانيستې دروازه بيا نه بندوي او دوه اړخيزې اړيکې دې پر مخ يوسي.

لي که چيانګ وويل، چې چين او امريکا د ټولنيز نظام، تاريخ، کلتور او پرمختيايي پړاو په برخو کې ډېر توپيرونه لري، نو ځکه يې ترمنځ اختلافونه هم عادي دي، خو همکارۍ بايد د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې اصلي جريان ولري.

تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه له ۷۵۰ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه زياته وه، چې د وړم کال په پرتله په سلو کې دېرش سلنه زياتوالی ښيي.

له دې څخه ښکاري، چې د چين او امريکا ترمنځ همکارۍ لوی پټ قوت لري. که امريکا د چين پر صادراتو محدوديتونه ليري کړي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه به نوره هم زياته شي او دواړه هېوادونه او خلک به ترې ګټې واخلي. چين هيله لري، چې له امريکا سره په ګډه دايمي ګټې ومومي.