د هند دفاع وزارت: په تېروتنې مو توغندی د پاکستان پر لوري توغولی
CMG2022/03/12 11:28:07
شريکول:

د هند دفاع وزارت د مارچ په ۱۱ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې دغه هېواد د روانې مياشتې په ۹ مه نېټه د تخنيکي ستونزې له امله په تېروتنې سره يو توغندی د پاکستان پر لوري توغولی دی.

په دغه اعلاميه کې راغلي، چې دغه توغندی د پاکستان په يوه سيمه کې لګېدلی او له نيکمرغه هيچا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په اعلاميه کې دا هم راغلي، چې د هند دفاع وزارت د يادې پېښې په اړه څېړنې پيل کړي دي.