د اوکراین بحران په اړه پر لویدیځو رسنیو د دوه ګوني چلند په خاطر نیوکې شوي
CMG2022/03/12 11:09:17
شريکول:

په اوکراين کې د حالاتو په بدلون سره په لويديځو رسنيو کې د روسيې ضد خبرونه خپرول له شکونو سره مخ دي.

د امريکا د ان بي سي وياند جوي ريډ په وروستيو ورځو کې يو پروګرام کې پوښتنه وړاندې  کړې، چې لويديځې خبري رسنۍ د اوکراين حالاتو ته دومره پاملرنه کوي، خو په يمن کې د جنګ او بشري ستونزو په هکله هېڅ خبرونه په دغو رسنيو کې نه خپریږي.

د امريکا د سي بي ايس خبريال ويلي، چې اوکراين د عراق او افغانستان په شان نه دی، چې په لسګونو کلونو د جنجال او نښتو په حال کې وو.

جوی ريډ وويل، چې د لويديځو رسنيو په خبرونو کې داسې نظر خپور شوی، چې دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده ، چې جګړه په اروپايي هېواد کې رامنځته کيږي، خو دا بیا عادي ده چې جګړه په منځني ختيځ کې  پېښيږي.

په افغانستان او عراق کې بشري بحران د لويديځو خبري رسنيو په  خبرونو کې د پاملرنې وړ موضوع ګانې نه دي .

د اروپايي شورا د ايرلنډ غړې کلاير ډيلي په وروستيو ورځو کې د اروپايي شورا په يوه غونډه کې په غوسه ويلي، چې هېڅوک د افغانستان مسئلې ته پاملرنه نه کوي، ځکه چې پر افغانستان تيري کوونکی امريکا دی؟ هغې زياته کړه، چې افغانان خامخا فکر کوي، چې ولې د دوی بشري بحران د پاملرنې وړ نه  دی؟ ځکه چې دوی سپين پوستي نه دي؟ ځکه چې دوی اروپايان نه دي؟ ځکه چې د افغانستان په وړاندې ستونزې د امريکا د وسلو او تيري کولو له امله رامنځته شوي؟ او له افغانانو څخه د شتمنو لوټوونکی د امريکا ولسمشر دی؟