د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير د امريکا له اړوندو مامورينو سره خبرې وکړې
CMG2022/03/12 11:07:32
شريکول:

د قطر د بهرنيو چارو وزارت د مارچ په ۱۱مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په همدې ورځ په ترکيه کې د انتاليا په دپلوماتيک فورم کې د قطر د صدراعظم مرستيال او بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په مشرۍ د افغانستان د د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي او د افغانستان د سوله ايزې همغږۍ په چارو  کې د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ مخامخ خبرې اترې تر سره کړې.

 په دغه اعلامیه کې راغلي، چې دواړو خواوو د افغانستان د سياسي او امنيتي حالاتو په هکله بحث وکړ او پر دې يې ټينګار  وکړ، چې بايد د افغانستان د ثبات ساتنه او د بشري ناورين مخنيوی وکړي. دغه راز دواړو خواوو د همکاريو د لارو چارو په اړه هم سلا مشورې وکړې. په اعلاميه کې د خبرو اترو نور څه تفصيل نه دی ورکړل شوی.