د پاکستان خبريال: چين د دوو ملي جرګو له لارې نړۍ ته د سولې اواز وړاندې کړی
CMG2022/03/12 11:26:23
شريکول:

د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرېس پنځمه کلنۍ غونډه پای ته ورسېده. د پاکستان خبريال طاهر فاروق، چې له

ډېرو کلونو راهيسې د چين مسئلې څېړي ، د مارچ په ۱۱ مه نېټه د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په يوه مرکه کې وويل، چې د چين د دوو ملي جرګو کلنۍ غونډې په برياليتوب سره تر سره  شوې. چين په دوو ملي جرګو کې نه يوازې په راتلونکي کې د دغه هېواد سياسي او اقتصادي پرمختګ لوری ښودلی ، بلکې نړۍ ته یې د دغه هېواد د سولې اواز هم وړاندې کړی دی.

نوموړي د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په اړه د چين حکومت په کاري راپور کې بيانونو ته پام کړی، ویې ویل، چې چين نه يوازې د خپلې سمسورتيا لپاره هڅه  کوي، بلکې غواړي په نړۍ کې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په ګډون هېوادونه هم دغه شان سمسورتيا کې شريک کړي.

هغه زياته کړه، د چين او پاکستان  اقتصادي دهليز د يو کمربند او يوې لارې وړانديز په چوکاټ کې يوه مهمه پروژه  ده، چې له مخې یې له تېرو ۹ کلونو راهيسې په پاکستان کې ډېر بنسټيز تاسيسات جوړ شوي او د پاکستان اقتصادي پرمختګ هم پياوړی  شوی دی