روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په ۱۱ مه نېټه د تازه شمېرې په خپرولو سره خبر ورکړ، چې د منځنۍ اروپا پر وخت د همدې ورځې د مازديګر تر ۷ بجو او ۵۰ دقيقو پورې، په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې پرتله۱ ميليون، ۷۰۴ زره او ۵۲۰ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۴۵۲ ميليونو، ۵۲ زرو او ۳۰۴ تنو ته رسېدلی دی.
د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۷۵۳۷ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۶ ميليونو، ۲۷ زرو او ۵۹ تنو ته رسېدلی دی.