امریکا دې د خپلو بيولوژيکي لابراتوارونو په اړه د نړيوالو شکونو ته ځواب ورکړي
CMG2022/03/12 10:39:17
شريکول:

د يو شمېر بهرنيو خبري رسنیو د راپورونو له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د اوکراين حکومت ته وړانديز کړی، چې د دغه هېواد په لابراتوارونو کې دې ساتل شوي خطرناک ويروسونه له منځه يوسي او د روانې جګړې له امله د دغو ويروسونو د خپرېدو مخه دې ونيسي.

له دې نه څو ورځې وړاندې د روسيې ځواکونو خبر ورکړی، چې امريکا په اوکراين کې د بيولوژيکي وسلو د جوړولو له پروژې سره مالي مرسته کوي.

یادو دوو راپورونو ته په کتو پوښتنه او شکونه راپورته شوي، چې امريکا په اوکراين کې په پټه توګه څه کړي دي؟

د روسيې دفاع وزارت د روانې میاشتې په ۱۰ مه نېټه خبر ورکړ،  چې امریکا او د ناټو ملګري هېوادونه په اوکراين کې بيولوژيکي وسلې جوړوي. 

که د روسيې ياد خبر رښتيا وي، نو امريکا بايد نړيوالې ټولنې ته ځواب ورکړي، چې په اوکراين کې يې د بيولوژيکي وسلو د جوړولو اصلي هدف څه دی؟

د افسوس وړ خبر دا دی، چې د امريکا یو شمېر چارواکو  پدې اړه متضادې څرګندونې کړې دي.

په حقيقت کې امريکا په ټوله نړۍ کې تر ۳۰۰ زيات بيولوژيکي لابراتوارونه کنټرولوي، چې په اوکراين او د پخواني شوروي اتحاد په یو شمېر جمهوريتونو کې موجودې بيولوژيکي پروژې هم پکې شاملې دي.

امريکا اوس په نړۍ کې یوازينی هېواد دی، چې بيولوژيکې وسلې لري او له تېرو شلو کلونو راهيسې يې د کيمياوي وسلو د ممنوعيت تړون د څار ميکانيزم له جوړولو سره مخالفت کوي.

د ټولو انسانانو روغتيا ته په کتو روغتيا نړیوال سازمان دې د نړیوالو متخصصينو يوه ډله جوړه کړي او په اوکراين او نورو هېوادونو کې دې د امریکا لابراتوارونه وڅاري.

امریکا دې خپلې نړيوالې دندې ترسره کړي، د نړيوالو شکونو ته دې ځواب او د نړيوالو متخصصينو څارونکې ډلې ته دې د خپلو لابراتوارونو د څارلو اجازه ورکړي.