د چين استازي د بشري حقونو شورا په غونډه کې د امريکا د پوليسو د ظلم او زور او د شکنجې مسئلو ته ګوته ونیوه.
CMG2022/03/12 11:11:32
شريکول:

 د چين استازي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۴۹مه غونډه کې د شکنجې مسئلې په هکله له ځانګړي راپورورکوونکي سره په ډيالوګ کې په امريکا کې د پوليسو ظلم او زور او د شکنجې مسئلو ته ګوته ونیوه.

د چين استازي ويلي، چې د امريکا ځينو پوليسو د قانون اجرا کولو په وخت کې له ظلم او زور څخه ناوړه استفاده  کړې، چې له امله يې ډېر شمېر کسان  وژل شوي دي. په دې لړ کې یوازې په ۲۰۲۱م کال کې لږ تر لږه ۱۱۲۴ تنه د پوليسو په ظالمانه کړنو کې وژل شوي دي. دغه راز د امريکا په مختلفو زندانونو او بندیخانو کې د بنديانو ځورولو پېښې هم ډېرې زياتې  دي.

چين د شکنجې له ځانګړي راپور ورکوونکي څخه غوښتنه  کړې، چې په امريکا کې پر بشري حقوقو د تيري کولو په اړه يادو کړنو ته زياتې پاملرنې وکړي او ورباندې غږ وکړي، چې اړوندې مسئلې حل کړي.