امريکا او اروپايي هېوادونو پر روسيې لګيدلی بنديزونه زيات کړي دي
CMG2022/03/13 13:43:09
شريکول:

امريکا او اروپايي هېوادونو د مارچ پره يوولسمه نېټه پر روسيې بنديزونه زيات کړل. د امريکا ولسمشر جو بايډن اعلان کړی چې پر روسيې د نوي پړاو بنديزونه به د دې هېوادپر اقتصاد تهډېر زيانونه ورسوي. خواقتصادي شنونکي په دېاند دي چې پر روسيې د بنديزونو له امله به د توليداتو بيې لوړې او مشتريان به زيانمن شي.

د امريکا ولسمشر جو بايډن د مارچ پره ۱۱مه نېټه يو فرمان لاسليک کړی چې له مخې به يې د روسيې په اړه سوداګريز امتيازونه لېری شي، له روسيې څخه د سمندري توکو او الماس په شمول د توليداتو واردات او روسيې ته د ساعتونو او جامو په شمول د قيمتي توليداتو صادرات به منع شي او دغه راز د  دې هېواد په ډېرو برخو کې به د امريکايي تصديو د پانګونو مخه هم ونيول شي.

د امريکا د ماليې وزارت په همدې ورځ اعلان کړی چې د روسيې په تړاو يېپر ځينو شخصيتونو د بنديزونو چوکات زيات کړي او د دې هېواد د بهرنۍنې سوداګرۍ بانک د بورډ پر لسو غړو، د دغه هېوادد عوامو مجلس پر دوولسو غړو او د روسيې ولسمشر د مطبوعاتو دمیټري پيسکوف پر کورنيو غړوبه بنديزونه ولګوي.

په همدې ورځ اروپايي ټولنې او د اوو هېوادونو د ګروپ غړو هېوادونو همپر روسيې د نوي بنديزونو د لګولو اعلان وکړ.

د اروپايي ټولنې د کميټې رئيسې اورسولا ون ديرليون  ويلي چې اروپايي ټولنه به له روسيې څخه د اوسپنيزو او فولادو توليداتو واردات منع کړي او پلان به ولري چې د پيسو د نړيوال صندوق او بانک په شمول پهد نړيوالو پولي سازمانونو کې د روسيې د غړو حقونه وځنډوي او د روسيې له خوا د کريپټو اسعارو(crypto currency) د استفادې کړنې ته سزاوې ورکړي.

د اوو هېوادونو د ګروپ مشرانو په يوې اعلاميې کې وويل چې غړي به يې په جلا جلا توګه د روسيې په اړه سوداګريز امتيازونه لغوه کړي.

د رويټريز خبري اژانس خبر ورکړی چې دا څلورم پړاو دی چې د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه په اوکراين کې د روسيې له خوا د پوځي عملياتو له پيلېدو راهيسې امريکا او ملګري هېوادونه يې ور باندې بنديزونه لګوي.

د بايډن په خوله د نوي پړاو بنديزونه به د روسيې اقتصاد ته سخت زيانونه ورسوي. خو د دې ترڅنګ دا به هم پر امریکايي واردونکو سوداګرو او مشتريانو منفي اغيزه وکړي. د روسيې په اړه د سوداګريزو امتيازونو په لېری کولو سره به لويديځ هېوادونه تر زياتې اندازې پورې له روسيې توليداتو څخه لازيات ګمرکي ماليات تر لاسه کړي. د امريکا د فکري ستراتيژۍ او د نړيوالو چارو د څيړنيز مرکز غړي ويليم رينسچ ويلي چې د امريکا او روسيې ترمنځ مستقيمې سوداګرۍ محدودې او لږې دي، نو ښايي پر روسيې د دوی توليداتو د کمرکي مالياتو د زياتوالي منفي اغيزه هم محدوده وي، خو برعکس د هغو امریکايي توليدونکو توليدي لګښت به زيات شي چې د روسيې توليدي اومو توکو ته اړتيا لري. هغه زياته کړه چې سوداګريز سيسټتم ته د يادو بنديزونو زيانونه ښايي سمدلاسه ونه ليدل شي، خو منفي اغيزه به يې ډېره او ژوره وي.

د فرانسې د اې اف پي خبري اژانس په خپلې تبصرې کې ليکلي چې امريکايي مشتريان له څلوېښتو کلونو راهيسې د پيسو پاړسوب له تر ټولو سخت حالت سره مخ دي، خو لويديځو هېوادونو لاهم پر روسيې بنديزونه لګولي چې له دې امله يې د تیلو او غنمو په شمول د محصولاتو بيې تر زياتې اندازې پورې لوړې شوي او د مشتريانو ګټو ته يې زيانونه رسولي دي.

د امريکا د يوبير شرکت د مارچ پره ۱۱مه نېټه اعلان کړی چې د تيلو د بيې په لوړېدو سره به د روانې مياشتې له ۱۶مې نيټې څخه د تيلو اضافي فيس واخلي. د امريکا ولسمشر جون بايډن د مارچ پره اتمه نېټه اعلان کړی چې له روسيې څخه د نفتو، طبيعي ګازو او سکرو واردات بند کړي، خو د دې ترڅنګ هغه هم داسې منلی چې بنديزونه به نه يوازې روسيې بلکې امريکا ته هم زيانونه ورسوي.