افغانستان هيله لري چې ژر د کابل د هوايي ډګرد بیا ترمیم او کنټرول تړون له ترکيې او قطر سره لاسليک کړي
CMG2022/03/13 11:25:53
شريکول:

د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د مارچ پر ۱۲مه نېټه په ترکيه کې  د  انتاليا په  ډيپلوماتيک  فورم کې هيله وښودله چې ژر تر ژره د کابل د هوايي ډګر د ادارې په هکله له ترکيې او قطر سره تړون لاسليک کړي. هغه زیاته کړه چې اړوندې خواوې تر اوسه پورې د دې هوايي ډګر د تړون په هکله ځينو ګډو نظريو ته رسيدلي او د یو شمېرپاتې شويو مسئلو په هکله به بحثونه وکړي.