د روسيې او اوکراين تر منځ د خبرو اترو لپاره د اوکراين پلاوي او د دغه هېواد د ولسمشرۍ دفتر منشور ميخاليکو پوډولياک ويلي، چې د اوکراين او روسيې تر منځ د دريمې دورې له خبرو اترو وروسته دواړو خواوو په انلاين ډول همغږي کړې او کاري ګروپونه يې جوړ کړي.
د دغه با صلاحیته پلاوي په وینا اوسمهال دواړو خواوو نژدې د اړوند تړون لاسليکولو لپاره مصالحه کړي چي په کښې اوکراين او روسيې د خپلمنځي جنجال د حلولو لپاره څو وړانديزونه کړي دي.