شي جين پينګ به د ۲۰۲۲ کال د بېجينګ د پارالمپيک د ژمنيو لوبو د پای په مراسمو کې ګډون وکړي
CMG2022/03/13 11:26:47
شريکول:

د ۲۰۲۲ کال د بېجينګ د پارالمپيک د ژمنيو لوبو پای مراسم به د مارچ د ديارلسمې نيټې په شپه په ملي سټېوديوم کې تر سره شي. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي، د دولترئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئیس شي جين پينګ به په دې مراسمو کې ګډون وکړي. د چين مرکزي راډيويي او ټلويزيوني سټېشن يعنې سي اېم جي به په ژوندۍ بڼه د دغو مراسمو په اړه خپرونه وړاندې کړي او دغه راز د چين د شينهوا اژانس به اړوند په زړه پوريعکسونه خپاره کړي.

(غاټول)