د عراق پر اربيل ښار توغنديز بريدونه شوي
CMG2022/03/13 19:00:23
شريکول:

د عراق د کوردانو د کورواکې سيمې د ترهګرۍ ضد ارګان د مارچ پر ۱۲مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په همدې ورځ سهار وختي له بهر څخه دوولس توغندي پر اربيل ښار توغول شوي.

د مسؤلینو په خبره د توغنديو د الوتلو لور په اربي کې د امريکا قونسلګرۍ وه. په اعلامیه کښي راغلي چي توغندي مالي زیانونه اړوي او یوشمېر ودانۍ يې خرابي کړي خو مرګ ژوبله يې نه ده اړولې. د امريکا اړوند چارواکي ويلي، چې د امريکا د حکومت تاسيسات نه دي ويجاړ شوي او کوم شواهد هم نشته چي وښوي د بريدونو هدف د دغه هېواد د قونسلګرۍ ودانۍ وه. امريکا دا تصديق نه شي کولای، چې بريد کوونکو څومره توغندي ويشتلي او کومو ځايونو ته رسيدلی دی.

امريکا دغه بريدونه سخت غندلي او ويلي يې دي، چې د عراق حکومت او د کوردانو سيمې حکومت د دغې پيښې په پلټنې لګيا دې.