د پارالمپيک نړيوالې کمېټې د مارچ پر ۱۲ مه نېټه د سيالۍ په اړه يوه مطبوعاتي غونډه تر سره کړل چې په کښې د دې کمیټې رئيس اندريو پارسنس وويل، د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو تشکيلاتي کمېټې په زړه پورې کارونه تر سره کړل او نړيواله ټولنه ترې ستاينه کوي. د لوبغاړو په شمول بېلا بېلو خواوو د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د تشکيلاتي کميټې له کارونو څخه ستاينه وکړه.
نوموړي د يادې کمېټې له مسؤلینو او زیارکښ کارکونکو څخه مننه وکړه چې دوی په تېرو ۷ کلونو کې د پارالمپيک ژمنيو لوبو د جوړولو لپاره کوښښونه کړي. د بېجينګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو تاريخي لاسته راوړنې تر لاسه کړي دي.
د پارالمپيک نړيوالې کمېټې وياند کلايګ سپينسير وويل، چې د پارالمپيک ژمنيی لوبی ښه رواني دي، زيات کتوونکي لري، خبري رسنۍ ور ته خاصه پاملرنه کوي او نړۍ ته يې په زړه پوري او اغېزمني لوبي وړاندي کړي دي.