امريکا اوکراين ته د ۲۰۰ میلیونو ډالرو وسلې ليږلي دي
CMG2022/03/13 11:23:54
شريکول:

د امريکا سپينې ماڼۍ د مارچ پر ۱۲مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې ولسمشر جو بايډن اړوندې څانګې ته د صلاحيت په ورکولو سره اوکراين ته د دوو سوو میليونو امریکايي ډالرو په ارزښت وسلې ليږلي دي. په همدې ورځ روسيې د همدغو کړنو په هکله د امريکا په شمول لويديځو هېوادونو ته خبرداری ورکړی. د روسيې د بهرنيو چارو مرستیال وزير سيرګي رياکبوف ویلي چې امريکا ته مو خبرداری ورکړی چې اوکراين ته د دوی د وسلو ليږدول ډير خطرناکه کړنه ده او د وسلو ليږدونکي کاروان به د روسي پوځ قانوني  هدف وګرځي.

 

(غاټول)