د پارالمپيک ژمنيو لوبو جوړول به بېجينګ ګرم کړي
CMG2022/03/13 17:08:43
شريکول:

د بېجينګ په تيان ان من ميدان کې د بېجينګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو نښه

د بېجينګ د ۲۰۲۲م کال د پارالمپيک ژمنۍ لوبې روانې دي. بېجينګ په تېرو څو کلونو کې د اولمپيک او پارالمپيک ژمنيو لوبو د جوړولو له لارې خپل بنسټيز جوړښتونه بشپړ کړي دي. 

دغه راز د پارالمپيک نړيوالې کمېټې او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو تشکيلاتي کمېټې د مارچ په شپږمه نېټه يوه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه. د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو تشکيلاتي کمېټې د طرحې او ډېزاين ادارې مشر ليو يو مينګ په دغه غونډه کې خبريالانو ته  د مجهز او خوندي چاپېريال د ابادۍ په اړه معلومات ورکړل.

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو تشکيلاتي کمېټې وياند يان جيه ژونګ وويل، چې له خنډونو پاک خوندي چاپېريال معيوبو وګړو ته په ټولنيزو کړنو کې د ګډون عادلانه فرصت ورکوي او د زړو کسانو، ټپيانو او ناروغانو لپاره ډېرې انسانتياوې برابروي او د ټولې نړۍ لپاره ډېر مهم ارزښت لري.

ښاغلی لي د مارچ په لومړۍ نېټه له پلار سره د بېجينګ په وو که سونګ ريل سټېشن کې له خنډونو پاکه خوندي مرسته تر لاسه  کړې. دغه راز د مالوماتو له مخې، د بېجينګ په ريل سټېشن کې له ۲۰۲۰ کال څخه  مجهز او خوندي تاسيسات کارول شوي  دي.

د بېجينګ په ريل وې سټيشن کې مجهز او خوندي چاپېريال

د بېجينګ د يوان مينګ يوان په باغ کې له خنډونو پاک خوندي تاسيسات

د مالوماتو له مخې، بېجينګ د ۲۰۱۹م کال له نومبر څخه د خوندي چاپېريال جوړولو تدبيرونه نيولي دي. له تېرو ۳ کلونو راهيسې په بېجينګ کې د ټرانسپورټ د خدمتونو ځايونو او مالوماتو تبادلې په شمول په ډېرو برخو کې بدلون راغلی دی . تر ۲۰۲۱م کال پورې په بېجينګ کې خوندي چاپيريال بشپړ شوی دی.

د بېجينګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو کلي پر وړاندې ځانګړې نښه

د مالوماتو له مخې، د بېجينګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو په اړه په اړوندو ځايونو کې په مجهز او خوندي چاپيريال کې ډېر بدلون راغلی دی .

د بېجینګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو په ډګر کې مجهز او خوندي تاسيسات

د بيجينګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو په ډګر کې خوندي تاسيسات

د بېجينګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو په کلي کې ځانګړی تشناب

د بېجنيګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو په کلي کې ځانګړې دروازه

د بيجينګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو په کلي کې ځانګړی بستری

د بېجينګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو په کلي کې ځانګړی رستورانت.

د پارالمپيک نړيوالې کمېټې وياند کلايګ سپينسير وويل، چې چين په ۲۰۰۸م کال کې ۸۰۰۰  مجهز او خوندي او د لاسرسي وړ تاسيسات او د ۲۰۲۲م کال د پارالمپيک د ژمنيو لوبو لپاره يې نور زيات له خنډونو پاک خوندي تاسيسات جوړ کړي دي. د دغو تاسيساتو له امله په دغه هېواد کې  خوندي چاپېريال بشپړ شوی دی.