د چين حکومت د پاراولمپيک په ژمنيو لوبو کې چيني لوبغاړو ته د مبارکي پيغام وليږه
CMG2022/03/13 19:02:54
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند مرکزي حکومت او دولتي شورا د مارچ پر ۱۳مه د ۱۳مې دورې د پاراولمپيک ژمنيو لوبو کې د چيني لوبغاړو پلاوي ته د مبارکي پيغام وليږه.

په پيغام کې راغلي، چې د چين د لوبغاړو د ۱۳مې دورې د پاراولمپيک ژمنيو لوبو کې ۱۸ د سروزرو، ۲۰ برونزي او ۲۳ نقره يي مډالونه تر لاسه کړي، چې د سروزرو په شمول د مډالونو په لېست کې لومړی مقام نيسي. دغه لوبغاړي د پاراولمپيک ژمنيو لوبو په تاريخ کې د چين لپاره تر ټولو لوړه بريا تر لاسه کړی، چې د خپل وطن او خلکو لپاره يې افتخار ګټلی او د دغو لوبو د بريا ترلاسه کولو لپاره يې ډېر زحمتونه ایستلي دي. د چين د کمونېست ګوند مرکزي حکومت او دولتي شورا تاسو ته د زړه له کومي مبارکي وايې او ټولو ته تاوده سلامونه وړاندي کوي.