د اولمپيک د نړيوالې کميټې د کلتور او ميراثونو کميټې مشرې او د دغې نړيوالې کميټې ټايلاندي غړې پتاما په دې وروستيو ورځو کې د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکې کې د بېجينګ د اولمپيک او پارالمپيک ژمنيو لوبو ستاينه کړې ده.
نوموړې ويلي، چې چين نړۍ ته د نړيوالو سياليو د کوربتوب لوړه سويه ښودلې او د اولمپيک لوبو ډېر ارزښتناک ميراثونه يې پريښي دي.
مېرمن پتاما وايي، چې د اولمپيک څو لوبو هغې ته په زړه پورې خاطرې وربښلې دي. د بېجينګ اولمپيک او پارالمپيک ژمنۍ لوبې په ډېر ښه او برياليتوب تر سره شوې او نړۍ ته يې د اولمپيک ډېر ارزښتناک میراثونه ډالۍ کړي دي.
د نورو جزئياتو لپاره په تايلنډ کې د چين ميډيا ګروپ خبريال لي مين راپور واورئ.
د بېجينګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو اهميت په خپله له سياليو څخه ډېر زيات دی او په سپورتي لوبو کې د ګډون لپاره يې د ټولې نړۍ د معلولو کسانو ليوالتيا هڅولې او دوی ته يې ډېره مثبته انرژي ورکړې ده.
چين نړۍ ته د نړيوالو سياليو د کوربتوب او په ځانګړې توګه د تخنیکي نوښتونو په برخه کې لوړه سويه ښودلې ده او برسېره پر دې، د بېجينګ اولمپيک او پارالمپيک ژمنۍ لوبې د زرغون چاپیریال ساتنې په تمرکز ترسره شوې دي.
د چين په ملي سټوډيوم کې د بېجينګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو پرانيستونکي او پای مراسم تر سره شول او په همدغه سټوډيو کې د بېجينګ د ٢٠٠٨م کال د اولمپيک دوبنيو لوبو او د بېجينګ د ٢٠۲٢م کال د اولمپيک ژمنيو لوبو پرانيستونکي او پای مراسم هم ترسره شوي دي. د چين دا نوښت او چارې به د اولمپيک په تاريخ کې ياديږي او اولمپيک ته يې ښه ميراث پرېښودلی دی.
پتاما په دې مرکې کې ويلي، چې د پارالمپيک ژمنيو لوبو تنظيموونکو د اولمپيک لوبو ډېر ځايونه د پارالمپيک ژمنيو لوبو په ځايونو بدل کړي او د معلولينو اړتياوو ته په کتو يې تاسيسات جوړ او تعديل کړي دي او د معلولينو پاملرنه يې راجلب کړې ده.
مېرمن پتاما وويل
((د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو له تنظيم کميټې مننه کوم، چې د بېلا بېلو تخنيکونو او نوښتونو څخه په استفادې يې د ورزشکارانو لپاره د هوساینې چاپیریال برابر کړی، د AI ټېکنالوژۍ له لارې يې د غږ نه اوريدونکو معلولو ورزشکارانو لپاره د اشاروي ژبې اسانتياوې برابرې کړې وې او دا ځایونه او تاسیسات به د اولمپیک میراث او د ښاري ودانیو یوه بېلګه ياديږي.))
مېرمن پتاما باور ښودلی، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو د پارالمپيک لوبو په تاريخ کې يوه نوې پاڼه پرانيستلې ده. د چين د تشکيلاتي کميټې کارونو، لوړو تخنيکونو، د ټيټ کاربن او د زرغون پرمختګ مفهوم او د داوطلبانو باکيفيته خدمتونو او نورو ډېرو چارو پر نوموړې ډېر اغېز کړی دی.
((موږ د نړيوالو لوبو د هڅولو لپاره د چين ستر کوښښونه وليدل. د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو پرانيستونکي او پای مراسم او د لوبو ټوله پروسه د چين د پرمختګ او تخنيک لوړه کچه منعکسوي او د اولمپيک ژمنيو لوبو په تاریخ کې يې نوې پاڼه پرانيستلې ده.
زه د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په ترڅ کې د داوطلبانو خدمتونه ستایم او غواړم له دوی څخه ځانګړې مننه وکړم. دوی لوړ کیفیت لرونکي دي، دوی نه یوازې په انګلیسي ژبه روانې خبرې کولی شي، بلکې د نورو ژبو خدمتونه هم وړاندې کوي. زه د چين له خوا د ټيټ کاربن، چاپيريال ساتنې او دوامدار پرمختګ متمرکز اولمپيک ژمنيو لوبو کوربتوب ستایم او مننه ترې کوم.))