د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کانګو په
جنوب ختيځ د لوالابا ولايت کې يو اورګاډی چپه شوی، چې له امله یې ۷۵ تنه مړه شوي
دي.
د کانګو د کينشاسا د پټليو دولتي شرکت چارواکي فابيان موتوبو خبري رسنيو ته
ويلي، چې د يادې پېښې له امله ۷۵ تنه وژل شوي او ۱۲۵ نور ټپيان دي.
نوموړي په
ټپيانو کې د ۲۸ کسانو حالت نازک ښودلی او ويلي يې دي، چې ښايي د مړو په شمېر کې
زياتوالی راشي.
(خبرياله: شکريه)