د عراق پر اربیل ښار ۱۲ توغندي لګيدلي
CMG2022/03/14 14:41:59
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عراق د کردستان کورواکې سيمې حکومت د مارچ په ۱۳مه نېټه وویل، چې په همدې ورځ د دې سيمې پر مرکز اربیل ښار ۱۲ توغندي لګيدلي دي.

نوموړي ويلي، چې ځيني توغندي په اربېل ښار کې د امریکا کونسلګرۍ ته نږدې هم غورځيدلي، چې له امله یې یو ملکي وګړی ټپی شوی او ځيني ودانۍ يې ویحاړې کړي دي.
  د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د دې برید پړه پر غاړه اخيستې ده. (هيله)